IQNA

  د فرانسې د فټبال لوبغاړی وائي؛اسلام زما ژوند رابدل کړ

5:46 - September 16, 2023
د خبر لمبر: 3487957
ایکناـ(تهران)د فرانسې د فټبال یو ستوری او ایټالیا دیونتوس فټبال کلب غوره لوبغاړی پول پوګیا په یوې ټيلیویژني مرکې کې د اسلام د منلو او هغو اغیزو په باب چې  دغې موضوع د  هغه پر ژوند شیندلی دي ،رڼا واچوله.

ایکنا د  دوت الخلیج له قوله راپور راکړ،د فرانسې  سټار او د ایټالیا د یوونتوس فټبال کلب غوره لوبغاړي  پل پوګیا په ټیلیویژني مرکې کې  دهغه د مسلمان شونې او  دهغو اغیزو په باب چې مسلمان شونې دهغه په ژوندی شیندلی دي ،یو لړ څرګندونې مطرح کړي دي.

پوګیا  له ؛الجزیره جنریشن سپورټ  سره پخپلې مرکې کې  د اسلام پاک دین ته له ګروهمن کیدا وروسته پخپل شخصیّت کې د اوڅاره بولونونو په باب خبرې وکړې او وې وئيل ، ددغه ورزش د بې رحمه پلویانو او ظالمانه فټبال څځه د څنګةکیدا فکر کې دی، هماغه شان چې پخپله ئې توصیف کړی دی .

د فرانسې دغه فټبالر  دمسلمان شونې د دلیل په باب ووئيل؛ یوځل مو  لمونځ ادا کړ، نو هغه مهال مو زړه اوبه شو  چې ګواکې زما بند ځان پیدا کړی  او له ځان سره مو ووئيل دا زما دین دی او له خپلو مسلمانو دوستانو سره مو له څو ناستو وروسته  دغه اعتقاد ته ورسیدم.

پوګیا ووئيل،زما د مسلمانو دوستانوله اخلاقو، دژوند له سټایل او له معنوي مناسکو پر ما ډيرې اغیزې وشیندلې.هغه ټينګار کوي  کله  دخداي اطاعت کوم ،نو تل بریالی یم،له اسلام څځه  زما مخکې ژوند په بشپړ ډول له فټبال سره اړونده ؤ خو  له دې وروسته  زما ګټلو اوبایللو  مفهوم  بدل شو.

هغه په دوام کې ووئيل، هغه ترټولومهم بدلون  چې اسلام زماپه شخصیّت کې راوست، صبر او زغم درلودل و، ماته ئې رازده کړل کې کله له کومې بدې پيښېئ سره مخ کیږم نو باید غوسه نه شم. پوګیا په پاي کې ووئيل، پیسې انسانان بدلوي او ممکنه ده کورنۍ له مینځه یوسي  او جنګونه رامینځةکړي،کله هم له ځان سرهوایم لازیاتې پیسې مو نه دي پکار،یا بیا فټبال لوبه نه کوم، غواړم یو عادي انسان شم او له عادي خلکو سره ژوند وکړم د هغو کسانو په شان  چې  له ماسره  زما په خاطر مینه کوي،نه د پیسو اوشهرت لپاره\.کله کله هم شرائط سختیږي،خو  خداي تعالی راسره مرسته کوي څو پر دغو افکارو غلبه وکړه او د دوام قدرت ولرل شم.

https://iqna.ir/fa/news/4169061

captcha